-کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۲مه
د غور ولايت په فيروز کوه ښارکې نن په لسګونو تنو ځوانانو په دغه ښار کې نيالګي کېښودل.
د غور د والي مرستيال حبيب الله رادمنش دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو لوى مديريت، د فعالو ځوانانو د کمېټې په همکارۍ په سلګونو اصلي زينتي نيالګي د دغه ولايت د تخنيک انستيتوت ادارې په انګړ کې کېښودل.
رادمنش د دغه ولايت په زده کړو سمبال ځوانانو څخه وغوښتل چې د طبيعت په بدلون او د ټولنې په پرمختګ کې زياتې هڅې وکړي .
ده له ځوانانو څخه وغوښتل چې د سولې د را وستلو، ښې حکومتوالۍ او د امنيت په تامينولو کې فعاله ونډه ولري.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فخرالدين آريا پور وويل چې د تخنيک انستيتوت په اداره کې د ايښودل شويو نيالګيو په ساتنه کې به هڅې وکړي.
ختم _ شکريه_ اکرم
2 1 دقیقه لوستل