
کابل، د لیندی ۲۸ مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د هېواد په ۶ ولایتونوکې ۳۰ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونوپه تورنیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتې دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په نیمروز،هرات، تخار، بامیانو، بدخشان او بلخ ولایتونو کې ۳۰ تنه د غلا، انسان تښتونې، وژنې او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
یاد وزوارت ویلي چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونوته وسپارل شي.
جهانیار