سیاست

صلاح الدين رباني: ناتو دې په خپلو ژمنو بيا کتنه وکړي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١١
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ناتو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په کنفرانس کې وينا وکړه .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د خپلې وينا په پيل کې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو د کميسيون د جوړولو او دغه راز د تدارکاتو د ملي کميسيون تشکيل ته په اشارې سره د افغانستان دولت د متقابلو ژمنو، د افغانستان د اداري او اقتصادي نظام په بېلابېلو برخوکې د اصلاحاتو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: (( د دغو اصلاحاتو موخه د افغانستان د دولت د ملي او سيمه ييزو بنسټونو د اغيزمنتوب لوړول دي.))
د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د افغانستان په باب د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د شپږم کنفرانس ((ريکا- ٦)) جوړول چې د روان هجري لمريز کال د وږي د مياشتې په ١٢ او ١٣ نيټه جوړ شو او دغه راز د آسيا د زړه د بهير پنځم کنفرانس چې ټاکل شوې ده د روان کال د ليندي د مياشتې په ١٨ نيټه په اسلام آبادکې جوړ شي؛ د اقتصاد د بيارغاونې او د امنيت او ټيکاو د تامينولو په لاره کې د افغانستان د هڅو او هاند يوه بيلګه وبلله.
صلاح الدين رباني په ناتوکې د افغانستان له نړيوالو همکارانو او متحدينو څخه وغوښتل چې په روان کال کې د جګړې د جغرافيا د سختوالي او پراختيا په پام کې نيولو سره د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د بشري او مادي ملاتړ په برخه کې خپلې پخوانې ژمنې وڅيړي او په دغو ژمنو نوى نظر وکړي او د ځانګړو ځواکونو او هوايي پوځ د پياوړتيا او دغه راز له دغو ځواکونو سره د نږدې هوايي ملاتړ په برخه کې دې د يوې مودې لپاره له زيات نرمښت څخه کار واخلي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د امنيت د تامينولو او له ډار اچونې سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د سيمه ييزو هڅو په باب وويل: په روان کال کې هيله لرو چې د طالبانو، د حقاني د شبکې، القاعده، داعش، د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د نورو ډلو له خوا له تپل شويو امنيتي ګواښونو سره د مبارزې په لاره کې دې هر اړخيز او همغږى چلند د اړتيا په باب د خپلو سيمه ييزو او له سيمې څخه بهر شريکانو ترمنځ يوه غونډه جوړه کړو.
د غونډې په پاى کې د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې اعلاميې په صادرولو سره د ٢٠١٦ ميلادي کال تر پاى پورې د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د دغه سازمان د دولسو زرو تنو ځواکونو د شتون دوام اعلام کړ.
په دې غونډه کې دغه راز موافقه وشوه، تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې د افغانستان امنيتي او دفاعي ملي ځواکونو ته د مالي سرچينو د برابرولو لپاره دغه سازمان نوې هڅې پيل کړي.
په دې غونډه کې دغه راز موافقه شوه چې د هميشنى مشارکت تر عنوان لاندې په افغانستان کې د ناتو د غير پوځي شتون لپاره پروګرامونه له ٢٠١٦ کال وروسته پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته