
کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
کورنیو چارو وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په ۷ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد کسان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کاپيسا، پروان، کابل، هرات، کندهار، بادغیس او ننګرهار کې د غلا په تړاو نیولي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په میدان وردګ ولایت کې ۱۰ میله سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه او ضبط کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت پرون هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ګڼ شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی و.