
کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۲۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۲۲ تنه د ننګرهار، هرات، بغلان، پکتيکا، سرپل، فارياب او فراه ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په لړ کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي او دغه راز یې په فراه کې ۳ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه هم پاکه کړې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ۷ تنه له ننګرهار، ۹ تنه له هرات، ۳ تنه له بغلان، ۱ تن له پکتيکا او ۲ تنه نور په سرپل او فارياب کې نیول شوي دي.
لمر