
کابل، د وږي ۴مه، باختر
کورنیو چارو وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په کابل، بامیانو، هلمند، هرات، ننګرهار، بلخ، کندهار او روزګان ولایتونو کې د غلا، وژنو، قاچاق، د ناقانونه وسلو لېږد او له کوره د تېښتې په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت وړمه ورځ هم د هېواد په ۷ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور د ۳۳ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.