
کابل، د وږي ۱۵مه، باختر
کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۲۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امنیتي منسوبینو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۲۲ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او نشه یي توکو کارولو په تړاو په غور، کونړ، کاپيسا، کابل، هرات، کندهار، تخار، پروان او خوست ولایتونو کې نیولي دي.
باید وویل شي، چې پرون هم دغه وزارت په نیمروز، سرپل، کندز، تخار، پکتیا، بلخ، هرات، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د غلا، وژنو، جوارګرۍ، اخلاقي فساد، شراب خوړلو او نورو جرمونو په تړاو د ۴۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی و