
کابل، د زمري ۱۰مه، باختر
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار، روزګان، بامیانو، لغمان، بغلان، سمنګانو، هرات، خوست او کونړ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور د ۲۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په دغو ولایتونو کې د غلا، نشه يي توکو د پلور، غیرقانوني وسلو ګرځولو، د ګران بیه ډبرو د قاچاق او د مړو څارویو د غوښو د پلور په تور نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون هم یاد وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور د لسګونو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
لمر