(PS)خبرونه(PS)امنیت(PS)ټولنه

د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۴۲ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي


کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۹ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۴۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان په نیمروز، سرپل، کندز، تخار، پکتیا، بلخ، هرات، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د غلا، وژنو، جوارګرۍ، اخلاقي فساد، شراب خوړلو او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت پرون هم دغه وزارت د هېواد په ۷ ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا