ښوونه او روزنه

خبرتیا

کابل – باختر د کب د میاشتې ۱۹
د کانکور د آزموینو د لوی ریاست خبرتیا
د کابل ولایت د ټولو ولسوالیو د لیسو او هم د کابل ښار د پوهنې په ریاست پورې اړوند د (ده دانا د نجونو د لیسی، د سرآسیاب د نجونو د لیسې، سردارکابلي، د قیام الدین خادم د لیسې، مولانا جلال الدین محمد بلخي د لیسې، د ملالۍ لیسې، دُرخانې د نجونو د لیسې، د زلیخا د لیسې، د سلطان راضيې او د غلام محمد غبار د لیسو، د ده کیپک د نجونو د لیسې، آمنه فدوي، صفي الله افضلي، پوهاندعبدالاحمد جاوید، خان عبدالغفارخان، محراب الدین، مخفي بدخشي، استاد ذبیح الله، قلعه حشمت خان، استاد بیتاب، د سیدالناصري د هلکانو او د سیدالناصري د نجونو د لیسو) د ۱۳۹۴ کال او پخوانیو کلونوعمومي او متفرقه د دولسمو ټولګیو د فارغانو د کانکور د آزموینې ټولو د او طلبانو ته خبرورکول کیږي چې د دغو لیسو د کانکور په آزموینه کې د شمولیت کارتونه سر له ننه (د روان کال د کب د میاشتې له نولسمې نېټې څخه) په اړوندو لیسوکی ویشل کیږي او د دغو لیسو د فارغانو د کانکور آزموینه د روان کال د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د کابل په درې ګونو پوهنتونونو د (کابل پوهنتون، د کابل په پوليتخنیک پوهنتون او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون) کې اخستل کیږي.
د اتاق لمبر او د کانکور د آزمینې د اخستلو ځای د داوطلب په کارت کې لیکل شوي دي. مهرباني وکړئ په ټاکلى وخت اړوندو پوهنتونونو ته ورشئ.
یادونه: د کانکور د آزموینې له ټولو شاملانو څخه غوښتنه کیږي چې د آزموینې په ورځ دې د آزموینې صحنې ته د موبایل، مخابراې، وسلې او له هر راز برقي وسیلې له راوړلو څخه ډډه وکړي.
له داوطلب سره د دغو وسایطو د لیدلو په صورت کې که څه هم استفاده يی هم نه وي کړې، د آزموینې له لایحې سره سم آزموینه يی باطلیږي او داوطلب د آزموینې له صحنې څخه شړل کیږي او امنیتي مسوولینوته معرفي کیږي. سر بیره پر دې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کیږي چې د تابعیت د تذکرې اصل، تور خودکارقلم او د څانګې د کود جدول له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته