خبرونهټولنه

د هېوا په ۵ ولایتونو کې نږدې ۲۳ زره اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

په تخار، غور، میدان وردګو او سمنګانو کې ۲۲ زره ۷۲۲ اړمنو کورنیو مرسته  ترلاسه او بامیانو کې پر ۱۰۰۰ کورنیو د مرستې وېش پیل شو.

د تخار په ۸ ولسوالیو کې له ۱۸ زره ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوړو نړیوال سازمان له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په دې توکو کې اوړه، غنم، دال او مالګه ورکړل شوه.

د یو بل خبر له مخې؛ په غور کې د افغان اید موسسې ۱۰۰ کورنیو ته ۲۰۰ وزې او ۲۰۰ بوجۍ د حیواناتو خوراکه ورکړل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲ وزې او ۲ بوجۍ د حیواناتو خوراکه  ورکړل شوه.

ورته مهال د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ ۳ زره ۳۲۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي تر لاسه کړل، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ لېټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او مالګه ووېشل شوه. همدا راز ٩٩ کورنیو ته د مور د تغذيې ځانګړي سوپرسریال خواړه هم ووېشل شول.

دغه راز د سمنګانو په ایبک ولسوالۍ ۸۰۰ کورنیو سره د خوړو نړیوال سازمان له لوري نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۶ زره ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

همدارنګه د بامیانو په سیغان، کهمرد او یکه ولنگ نمبر۱  ولسوالیو کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې او د نباتاتو له منځه تلو د مخنیوي په موخه پر ۱۰۰۰ کورنیو د لمریزو منکلونه د وېش لړۍ پیل شوه.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا