
کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه :
په پروان ولايت کې د وارداتي بريښنا د ستنو د ويجاړولو لپاره د ډار اچوونکو هلې ځلې ناکامې شوې.
يوشمير ډار اچوونکو غوښنتل د چاريکارو ښار په هوفيانو سيمه کې د وارداتي بريښنا دوه ستنې ويجاړې کړي، خو په خپل وخت د پروان ولايت د پوليسو په اقدام سره دغه ناوړه هدف ته ونه رسيدل.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول باختر آژانس ته وويل چې ډار اچوونکو دبريښنا يوې ستنې ته څيرمه چاوديدونکي توکي وچول خو ستنې ته زيان نه ورسيد.
ده وويل: له دغه اقدام وروسته پوليسو ساحې ته ور ودانګل او د دويمې ستنې د چاودنې مخه يې ونيوله او دويمې ستنې ته ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي يې شنډ کړل.
ده وويل: ډار اچوونکو د شپې له تورتم څخه په استفادې سره غوښتل چې دبريښنا دغه ستنې ويجاړې کړي، خو په خپل وخت د پوليسو په اقدام سره ډار اچوونکي له ساحې څخه وتښتيدل او د پوليسو تر تعقيب لاندې دي .
پاى ج ذ