سیاستخبرونهاقتصاد

د افغانستان د اتشو د معاش د نوي نورم ټاکلو په موخه غونډه جوړه شوه

 کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر

د ملي دفاع، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ، پوهنې، ټرانسپورټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د اتشو د معاش د نوي نورم د ټاکلو په موخه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د لوی ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه غونډه پرون ناوخته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) په مشرۍ، د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ د مرستیال مولوي سیف الدین تائب په غړیتوب او د مالیې، ملي دفاع، بهرنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، کډوالو او راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ او پوهنې وزارتونو د استازو په شتون جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، په بهر کې د اتشو پر نقش خبرې وکړې او ويې ويل، چې د هر وزارت اتشې د صادراتو د پراختيا، د سوداګرۍ د آسانتيا او د پانګونې د جلبولو، د کلتور او عنعناتو د پېژندنې او د افغان مهاجرینو لپاره د زده کړې د آسانتیاوو په برخه کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي؛ په همدې اساس اداري کمېسیون خپل مسوولیت ګڼي چې د دوی د معاش د نوي نورم د ټاکلو او د دغه مهم سکټور د لا فعالولو لپاره کار وکړي.

وروسته، د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب، د وزارتونو د استازو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او له هغوی څخه يې د خپلمنځي همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غونډې په دوام، د وزارتونو استازو په خپل وار سره، د اتشو د دندو او مسووليتونو په اړه معلومات ورکړل او د اتشو په اړه یې خپلې اندېښنې او وړانديزونه شريک کړل او همدا رنګه د افغانستان د اتشو د معاش د نوي نورم پر تطبيق یې ټينګار وکړ.

د غونډې په پای کې، پرېکړه وشوه چې د وزارتونو استازي دې د افغانستان د اتشو د معاش د نوي نورم د ټاکلو لپاره خپل یادښتونه له یاد پلاوي سره شریک کړي او پلاوی دې وروستی راپور د اداري کمېسیون غونډې ته وړاندې کړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته