کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٤مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د پاکستان تر ۱۹ کلنۍ تیټ عمره د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریالیتوب له امله د افغانستان ملت ته مبارکي وویله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د افغانستان تر ۱۹ کلنۍ څخه د تیټ عمر لرونکې د کرکټ ملي لوبډلې خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې ته په هغه سیالۍ کې په بې ساري ډول ماتې ورکړله چې نن د پاکستان د لاهور په ښارکې ترسره شوه.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې د هېواد د ځوانانو دکرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو په خپلو پرله پسې هڅو سره وکولای شول چې له خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې څخه لوبه د۲۱۴ منډو په توپیر وګټي.
د هېواد جمهوررئیس د کرکټ په برخه کې د افغان ځوانانو پرله پسې بریاوې ستایي او د لانورو بریالیتوبونوهیله ورته کوي.#
0 1 دقیقه لوستل