روغتیا

د ننګرهار په يوه لرې پرته سيمه کې روغتيايي مرکز جوړ شو

کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې يو روغتيايي مرکز ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتيايي مرکز د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست د خلکو په ١٠ سلنې ونډې سره د نهه نيمو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ کړى دى.
د ننګرهار د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رييس امان الله مياخېل باختر آژانس ته وويل چې د دغه مرکز په ودانۍ کې ناروغانو ته ٨ خونې او د اړتيا وړ نور محلقات په پام کې نيول شوي دي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې د دغه مرکز لپاره ډېر ژر طبي وسايل، تجهيزات او کارکوونکي چمتو او ګومارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کوټ سلګونه کليوالي خلک په خپلو سيموکې روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په خاطر اړ دي چې د غرنيو او سختو لارو په وهلو سره د درملنې لپاره ښارونو ته لاړ شي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته