امنیت

په نيمروزکې د يوې کوچنۍ تجسسي الوتکې کشف

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٨
يوه کوچنۍ تجسسي الوتکه په نيمروز ولايت کې د پوليسو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف شوه .
دغه الوتکه چې تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په کوم هيواد پورې اړه لري؟ د زرنج ښار په يوه کورکې ساتل کيده.
هغه سړي چې د دغې الوتکې د ساتلو په تور نيول شوى دى؛ وايي چې غوښتل يې دغه الوتکه ايران ته وليږدوي او ويې پلوري.
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه تجسسي الوتکه په پرمختللو کمرو سمباله ده او ښکاري چې له فضا څخه د عکس اخستلو وړتيا هم لري.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه څنګه راغورځيدلې او څنګه ددغه سړي لاس ته ورغلې ده؟
جنرال جنګل باغ وايي: دغه الوتکه جوړه ده او زيان يې نه دى ليدلى.
له دغې کوچنۍ جاسوسي الوتکې سره د هغې د اداره کولو يوه دستګاه هم له دغه کور څخه ترلاسه شوې ده.
په نيمروزکې يو سيمه ييزمسوول چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه کوي؛ وايي چې ټاکل شوې وه دغه تجسسي الوتکه ايران ته قاچاق او هلته پلورلې شوې واى.
ده وويل: که چيرې دولت فضايي – پوځي ټکنالوژۍ ته لاس رسى درلودلى واى؛ کولاى شول د دغې کوچنۍ الوتکې په څيړنې سره هغه ځايونه او هدفونونه يې چې دغه الوتکې عکسونه ورڅخه اخستې دي؛ کشف کړي.
جاسوسي الوتکې زياتره د دښمن د سيمو او د يوه هيواد له پوځي تاسيساتو څخه د عکس اخستلو په مقصد د بل هيواد له خوا جوړ او ورڅخه کار اخستل کيږي.
تېرکال يوه سړي چې غوښتل يې په هرات کې له يو شمېر پوځي تاسيساتوڅخه عکس واخلي؛ د امنيتي مامورينو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
په ټوله نړۍ کې له پوځي تاسيساتو څخه د عکس اخستل منع دي او جرم بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته