امنیت

څلور ديرش تنه وسله وال مخالفين د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې د ملي اردو ځواکونو د څو چاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره ٣٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د سولې او ثبات د ټينګښت په مقصد د غزني ، قندهار، ارزګان او د کابل د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٣٤ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمېر ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دغه راز د ملي دفاع وزارت تاييدکړه چې د ماينونو د چاودنې له امله د ملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت د دغو پيښو سيمې نه دې مشخصې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته