امنیت

د هېواد په جنوب کې ۲۶ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

قندهار/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د قندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې، د دغه ولایت د ارغستان او خاکریز ولسواليو په مربوطاتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپاړلس تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې، دغه وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو له لورې د ترسره شویو چاڼیزو عملیاتو او د یوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو او نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته