فرهنګ

د جمهور رئيس مرستيال: د حکومت د خپرونو او رسنيو برخه بيا رغاونې او اصلاحاتو ته جدي اړتيا لري

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٣٠ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي او د دولتي رسنيو مسوولينو د عظمى صدارت ماڼۍ ته په ورتګ سره  د اړوندو برخو ستونزې او چلنجونه طرحه کړل او د يوه فرهنګي او پوه شخصيت په توګه يې د دغو ستونزو حل کولو ته د جمهوري رياست د دويم مرستيال د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د دولتي رسنيو د ستونزو په نسبت د جمهوري رياست د دويم مرستيال د پاملرنې له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې د چاپ او خپرولو لپاره دکافي تجهيزاتو نشتوالى، د حکومت  د رسنيو په برخه کې دمسلکي کسانو نشتوالى، د دولتي ورځپاڼو د ويش د وخت اوږدوالى، د کارکوونکو د معاشونو ټيټوالى او د دولتي رسنيو د برخو دفترونو ته د لازمو امکاناتو نشتوالى په دې لاره کې ډير مهم خنډونه او ستونزې وبللې  .
د دې د څرګندونوله مخې: د خپرونو برخې ته د حکومت د کافي پاملرنې نشتوالى  د دې سبب شوى دى چې دغه برخه له خصوصي رسنيو سره د سيالۍ له بازار څخه پاتې شي او ونه کړى شي په خپل اصلي رسالت چې هماغه خلکوته دحکومت د پيغام رسول دي؛ عمل وکړي.
دغه راز په دې کتنه کې د باختر آژانس، هېواد، انيس، اصلاح، کابل ټايمز او د وطندارانو د ورځپاڼو او د ملي ټلويزيون په ګډون د بېلابېلو برخو مسوولينو اړوندې ستونزې او چلنجونه او دغه راز د دغو برخو د ښه والي په اړوند خپلې نظريې بيان کړې.
په دې کتنه کې دغه راز د جمهور رئيس مرستيال د دغې برخې د مسوولينو له خوا د حکومت د خپرونو او رسنيو د برخې د ستونزو د تعقيبولو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل: د حکومت رسنۍ هره يوه زموږ د تاريخ او د سياسي هويت يوه برخه ده او يوشمېرکسانوله ټولو ستونزو سره سره هلې ځلې کړې دي په ډيرو بدو شرايطوکې دغې برخې هماغه شان ژوندې وساتي.
ده زياته کړه: د اړوندو مسوولينو له قدر وړ هڅو او هاند سره سره، له بده مرغه دغه برخه هماغه شان کمزورې پاتې ده او په دې نه ده بريالې شوې چې د نورو  رسنيو په شان وده وکړي.
قانونپوه سرور دانش  دغه راز وويل : د حکومت د خپرونو د برخې بيارغاونه او اصلاح کول يو جدي ضرورت دى چې په تيرو وختونوکې پاملرنه ورته نه ده شوې او هيله لرو چې په رامنځته شويو شرايطو سره پاملرنه ورته وشي.
ده زياته کړه: سره له دې چې زموږ د رسانه يي برخو تشکيل په نسبي ډول پراخ  او ستر دى؛ خو په کيفي لحاظ جدي ستونزې لري.
د جمهور رئيس مرستيال څرګنده کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېره بيا د دغه وزارت د خپرونو د چارو معينيت او همکاران يې دنده لري چې د دغې برخې   اصلاحي پلان جوړ او برابر کړي او د خبرو او تائيد لپاره دې کابينې ته وليږي.
ده دغه راز وويل: د حکومت د نشراتي برخې د تشکيل اصلاح او د هغه مسلکي کول له اساسي لومړيتوبونو څخه دي چې بايد په سملاسي ډول او په قانوني او اداري لارو ترسره شي .
د جمهوررئيس مرستيال ژمنه وکړه چې په ټولو پړاوونوکې به د حکومت د رسنيو ترڅنګ وي او د هغوى ملاتړ به وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته