ټولنه

په غور کې داوبو رسولو څو پروژې عملي شوې .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
په غور ولايت کې  داوبو رسولو داوولسو پروژو کار پاى ته ورسېد .
دغور دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا رييس انجنير محفوظ الله فکور دباختر اژانس دسيمه ييز خبريال ته وويل : داوبو رسولو دغه پروژې دولسي تړون دملي پروګرام  له بودجې څخه  دڅه دپاسه نولسو ميليونوافغانيو په لګښت ددغه ولايت دلعل اوسرجنګل ولسوالۍ په څو کليو کې دپرمختيايي شوراګانو له لارې  تطبيق شوي دي .
په دغو پروژو کې  داوبو رسولو دشبکو جوړول ، دڅښاک داوبو دڅاګانو کېندل ، داوبو لګولو دزيرمو جوړول او دکرنيز کانال جوړول شامل دي چې  ددغو پروژو له  ښيګنو څخه نږدې يوزرواووه سوه کورنۍ  ګټه اخستې ده .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته