سیاست

ولسي جرګه داچين دپيښې څرنګوالى څيړي

_   کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
  ولسي جرګه  له  حکومت  سره يو هيئت  دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ ديو ستربم دغورځولو په باب دتحقيق  په مقصد استوي.
دباخترآژانس  دخبرله مخې ؛   دغه پريکړه نن دولسي جرګې په عمومي غونډه         کې وشوه .
ولسي جرګې  وروسته  له هغه تصميم ونيوه  چې ديو هيئت په استولو سره داچين پيښه وڅيړي  چې نن په دغي ولسوالۍ کې  ديو ستر بم غورځول دخبرو محورو.
دمجلس يوشميرغړو دداعش د ځپلو په  اړونددامريکا   د دغه اقدام   هرکلى   وکړ او دحکومت  ددريځ ملاتړ يې وکړ   .
دوى  په دې بانډې ټينګار کوي چې په اچين کې دداعش په پټنځيو بريد  چې ديو ستر بم په واسطه   وشو يوڅرګندپيغام تروريستي  ډلو او دهغو ملاتړو هېوادونو ته دى.
دوى دغه راز وويل چې بايد دغه شان ًبريدونه دافغانستان له پولې اخوا هم وشي  خو دمجلس يوشمير نورو غړو   دامريکا دغه اقدام يو ډول وړتيا غوښتنه  او دقدرت  نمايش وباله   چې بايد تکرار مخه يې ونيول شي خو په پاى کې  دمجلس غړو ددغې پيښې دبيلابيلو اړخونو دڅيړنې په خاطر ديو هيئت په استولو رايه ورکړ خومشخصه يې نه کړه  چې هيئت  به  څه وخت اچين ته لاړشي.
داستازو دمجلس رئيس عبدالرووف ابراهيمي ددغه مجلس له خوا دهيئت   استول وړانديز يو دقيق انتخاب وباله  چې کولاى شي  زياتې اوازې پاى ته ورسوي.
دپنجشنبې په شپه يو ستر بم  چې په امريکا کې دبمونو  مور نوميده ديوې امريکايي الوتکې له خوا دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ  داسد خيلو په کلي کې دداعشيانو په پټنځيو وغورځول شو.
دملي دفاع وزارت  تراوسه پورې په دې پيښه کې دداعش  دډلې  په جګپوړو افرادو او قوماندانانو په ګډون د ٩٤ تنو داعشيانو وژل  کيدل تائيد کړي دي.
ښايي په دې بريد کې دوژل شويو داعشيانو شميرزيات وي  ځمکه دويجاړولو ساحه پراخه ده او ښايي دداعش نور مړي ترخاورو  او  ډبرو لاندې شوي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته