ټولنه

د سولې نړيواله ورځ ونمانحل شوه

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
د سولې نړيواله ورځ په ميدان وردګو ولايت کې ونمانځل شوه.
په دغو مراسموکې د ميدان وردګو ولايت سيمه ييزو مسوولينو، پوځي مقاماتو، قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړى و.
په دغومراسموکې د ميدان وردګو والي زندي ګل زماني سوله د افغانستان د خلکو يوه مهمه اړتيا وبلله او د حکومت له مخالفو ډلو څخه يې وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه دې لاس واخلي او د هېواد په بيارغاونه کې ونډه واخلي .
زماني، سوله او د افغانستان د خلکو ګډ ژوند په هېوادکې د وروستيو څو لسيزو جګړو د په پاى ته رسولو يوازينۍ لاره وبلله.
په دغو مراسموکې د ولايتي شورا او د سولې د شورا يوشمېر غړو او سيمه ييزو  مقاماتو په خپلو خبروکې سوله يې د افغانستان مهمه اړتيا وبلله اوويې ويل: بايد ټول لاسونه سره ورکړو چې زموږ په هېوادکې دايمي سوله تامينه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته