خبرونهامنیت

په فراه کې دولس تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

 کابل/ د سلواغې ٢٤ / باختر:

د فراه امنیتي منسوبانو په تېرو ٤٨ ساعتو کې په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره خبر ورکړ، نيول شوي کسان د يو موټر، موټرسايکل، موبايل، د وسلو لېږدونې او اخلاقي فساد په تور نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي امنيتي ځواکونو له نيول شويو کسانو څخه يو موټر، يوه تومانچه، پنځه موټرسايکلونه، يو دوربين او يو ټيلېفون هم ترلاسه کړي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته