کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي په زابل ولايت کې زموږ د يو شمېر هېوادوالو تښتونه وغندله او هغه يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د پخواني جمهور رييس د دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
حامدکرزي وويل: تروريستي ډلې غواړي چې د دغه شان عملونو په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو ترمنځ نفاق رامنځته کړي او له شک پرته چې دغه کار د پرديو په لارښوونه او د پرديو د هدفونو لپاره ترسره کوي. کرزي د هېواد والو ترمنځ په يو والي او پيوستون باندې ټينګارکړى دى.