ټولنه

سيلاونو دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې ورانى وکړ .

کابل باختر د ثور دويمه :
سيلاونو دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې دکليوالي سيمو اوسيدونکو او بزګرانو ته تاوان اړولى دى .
دسيمه ئيزې ادارې د مسوولينو دڅرګندونوله مخې په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو دراوتلو له امله دسلګونو جريبه کرنيزې ځمکې په ويجاړتيا سربيره کابو درې سوه  څاروي هم له منځه تللي دي .
دزيانمنو شويو کليو اوسيدونکي اوبزګران له دولت څخه دمرستې غوښتنه کوي .   دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې  دسيلاونو دراوتلو له امله په اوبې ولسوالۍ کې دبزګرانو او دکليوالي سيمو داوسيدونکو زيانمن کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې سيمه ئيزه اداره به دخپل  توان په حدودو کې له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته وکړي .
داپه داسې حال کې ده چې دسروې ټيمونه په دقيقه توګه داوښتو تاوانونو دڅيړنې په موخه سيمې ته استول شوي دي چې زيانمنو شويو کسانو ته بشر دوستانه مرستې برابرې او وويشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته