سیاست

دجمهوررئيس فوق العاده استازي دافغانستان د ځوانانو دملي کنګرې له غړو سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
د افغانستان دځوانانو دملي کنګرې غړو داصلاحاتو او ښيې  حکومتوالۍ په چارو کې د جمهوررئيس  له فوق العاده استازي احمدضيا مسعود سره په کتنه کې دکابل ولايت دڅوارلس  ګونو ولسواليو او دکابل ښار د دوه ويشت ګونو ناحيو اوسيدونکو په استازيتوب خپلې سيمه يېزې  ، روغتيايي او تعليمي ستونزې د جمهوررئيس له فوق العاده استازي سره شرکې کړې او دخپلو ستونزو دحل کولو اوهمکارۍ غوښتنه وکړه.
د جمهوررئيس دفوق العاده استازي دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
ددغې کنګرې غړو دځوانانو وزګارتيا  او په حکومتي ادارو کې  تش بستونه مهمې موضوعګانې وبللې او  په  دولتي ادارو کې  يې دځوانانو د ګومارلو غوښتنه وکړه.
دوى دغه راز  دښيې حکومتوالۍ دتطبيق په ملاتړ سره خپلې اصلاحي طرحې  دجمهوررئيس  له فوق العاده استازي سره شرکې کړې.
ښځو ته په ولسواليو  او روزنيزو او  حقوقي مرکزونو کې دښځو دشورا  جوړول ، دښيې حکومتوالۍ دتطبيق څارنه  ، په سيمه ييزو بنسټونوکې اصلاحات او دبرقي  حکومتوالۍ او ښيې حکومتوالۍ  دبهير ملاتړ يې ددغې کنګرې له پروګرامونو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د جمهوررئيس دفوق العاده استازي  له خوا دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
داصلاحاتواو ښيې حکومتوالۍ  په چارو کې د جمهوررئيس فوق العاده استازي احمدضيامسعود دافغانستان دځوانانو دملي کنګرې دپروګرامونو په هرکلي سره وويل  چې ددغه بنسټ داصلاحي پروګرامونو دتطبيق ملاتړ کوي.
د جمهوررئيس فوق العاده استازي په دې بيان سره  چې دملي بنسټونو پياوړتيا  داصلاحاتو او ښيې حکومتوالۍ  په چارو کې  دده دماموريت يو ه برخه ده  زياته کړه  چې له نيکه مرغه  په سلو کې څه دپاسه شپيته دولتي کارکوونکي ځوانان دي او په بيلابيلو ملي اونړيوالو برخو کې دځوانانو دزيات شتون  اوپه مهمو سياسي تصميم نيونو کې دځوانانو دمنظم شتون لپاره دزمينې برابرول دده په پروګرامونو کې شامل دي.
احمدضيا مسعود دغه راز زياته کړه:  دهېواد راتلوونکى په ننينو ځوانانو پورې اړه لري او دولت له هرې ممکنې لارې دځوانانو  دروزنې لپاره هڅه او هاند کوي   او غواړي چې په هېواد کې داقتصادي  پروګرامونو په تطبيق سره ځوانانو ته دکار موندنې زياته زمينه برابره شي .
د جمهوررئيس فوق العاده استازي دافغانستان دځوانانو دملي کنګرې له غړو څخه وغوښتل چې دښيې حکومتوالۍ دتطبيق  ، اصلاحاتو او  دامنيت دتامينولو په کار کې له دولت سره هراړخيزه همکاري او مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته