امنیت

ناتو دډار اچوونکو په ځپلو کې دافغان ځواکونو پر ملاتړ ټينګار وکړ .

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
په منځني اسيا کې دناتو عمومي قوماندان پرون  د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان سره  په کتنه کې  په افغانستان کې دډار اچوونکو په ځپلو دناتو په ملاتړ ټينګار وکړ .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي  باختراژانس ته وويل چې په منځني اسيا کې  دناتو عمومي قوماندان جنرال مک کينز دمارمول په کمپ کې د  ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان تورن جنرال احمدزي سره په کتنه کې  وويل چې ناتو په ټولو برخو په تېره بيا دډار اچوونکو په ځپلو اودراتلونکو انتخاباتو په ترسره کولو کې  له افغانستان سره همکاري کوي .
جنرال مک کينز په دې کتنه کې  دطالبانو په وړاندې دامريکا او ناتو  ددريځ دبدلون يادونه وکړه  او ددغې تروريستي ډلې  په بشپړ ځپلو يې  ټينګار وکړ .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال  احمدزي هم دګډ دښمن  دځپلو په لاره کې دغوڅ ملاتړ له ځواکونوسره  په ګډو هلوځلو اوښې همغږي ټينګار وکړ او زياته يې کړه  چې افغان  پوځيان دنړيوالو همکارانو په تېره بيا دامريکا  او ناتو او دافغان  دهوايي ځواکونو په ملاتړ ددښمن دتصميم نيونې په مرکزونو زيات ګوزارونه کړي دي او ددښمن  پروګرامونه يې په اساسي ډول ګډوډ کړى دى .  هغه  دانتخاباتو بهير ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې افغان ځواکونه ژمن دي  چې ددغه  ملي بهير امنيت دنړيوالو همکارانو په ملاتړ تامين کړي . او دخپل سياسي برخليک  دټاکنې لپاره  دخلکو دعمومي مشارکت  زمينه برابره کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته