کابل باختر چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
په هرات ولايت کې د ولسي جرګې د نوماندانانو ابتدايي لست د هېواد د انتخاباتو د کميسيون له خوا خپور شو .
په دې لست کې له هرات ولايت څخه ١٦٣ تنو ځانونه ولسي جرګې ته کانديد کړي دي، خو دغه لست وروستى نه دى او د انتخاباتوکميسيون د مسوولينو د څرګندونو له مخې ښايي بدلونونه پکې رامنځته شي.
په همدې حال کې يوشمېر مدني فعالان ټينګار کوي چې د ولسي جرګې د نوماندانانو د څيړنې لپاره دقيقې او مناسبې لارې چارې اجرا شي چې ماهر او کارپوه افراد د هېواد ملي شورا ته لاره ومومي.
د هرات ولايت د انتخاباتو د کميسيون رئيس داوود صديقي زاده وايي چې د نوماندانو لست وروستى نه دى او ښايي په دغه لست کې يو لړ بدلونونه رامنځته شي .
د انتخاباتو د مهال ويش له مخې، په راتلوونکو ورځوکې د هغو نوماندانو په باب شکايتونه چې نومونه يې په ابتدايي لست کې شامل دي؛ د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون له خوا څيړل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د هرات ولايت ٤٧٠ زرو تنو خلکو په راتلوونکو انتخاباتوکې د رايې ورکولو لپاره نومونه ليکلي دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل