سیاست

له ويزې پرته کسانو پرمخ دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا دتورخم بندر تړل کيدل

 کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
دافغانستان په ختيځ کې دتورخم بندر دپخوا په شان دپاکستان له ويزې پرته کسانو پرمخ تړلى دى .
درارسيدلو خبرونو له مخې :  دغه بندر پرون سهار  وتړل شو او همدا اوس په زرګونو تنه مسافران اوپه لسګونو تجارتي ګاډي دبندر په  دواړو غاړو کې دبندر بيا پرانيستلو ته سترګې په لاره دي.
شازيه  هغه پيغله  چې دخپل پلار دعلاج اودرملنې لپاره غوښتل پيښور ته لاړه شي  وايي چې  دا له زرګونو تنو نورو مسافرانو سره  په  بې صبرۍ سره دتورخم بندر  بياپرانيستلو ته سترګې په لاره ده .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباخترآژانس  له خبريال سره  په اړيکه کې  دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا دتورخم بندر تړل کيدل تائيد کړل او ويې ويل   چې دهغه دبيا پرانيستلو لپاره خبرې پيل شوې دي.
ده وويل ؛ دپاکستان سرحدي مامورينو ويلي دي چې له دې وروسته به له ويزې پرته مسافرانو ته دډيورند له کرښې اخوا ته دسفر اجازه ورنه کړي.
په همدې حال کې په کابل کې دپاکستان سياسي دفترونو دسه شنبې په ورځ  اعلام وکړ چې له دې وروسته به له  قانوني کار او ويزې پرته افغانانو ته دتورخم بندر په ګډون بندرونو له لارې دتګ راتګ اجازه ورنه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته