فرهنګ

فدايي: د تاریخي آبداتو ساتنې ته زیاته پاملرنه وشي

کابل / د زمري لومړۍ / باختر
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې له دوی څخه وغوښتل چې د تاریخي آبداتو ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړي.
فدايي تاریخي آثار د يوې سیمې او هېواد د تاریخي لرغونتيا په پېژندلو کې مهم وبلل.
په همدې حال کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صلاح الدین سلیس د سیمې اوسېدونکي، امنیتي مسوولین او ټول هېوادوال د تاریخي آبداتو په ساتنه کې مسوول وګڼل.
سلیس زیاته کړه چې په ټول توان سره به له تاریخي آبداتو ساتنه کوي، خو د سیمې له خلکو غواړي چې دوی هم ورسره همکاري وکړي.
د کتنې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د پکتیا له والي سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته