فرهنګTOP

محمد طاهر زهیر: د نوې پېړۍ د نوروز پیل د ستر ملي جشن په توګه نمانځو

کابل / د کب ۱۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د نوروز ملي کمېسیون په څلورمه غونډه کې چې نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه؛ وویل چې د نوې پېړۍ د نوروز پیل د ستر ملي جشن په توګه نمانځل کېږي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې، د نوروز جشن لپاره د ملي کمېسیون غړو چې د بېلابېلو بنسټونو استازيتوب کوي؛ په خپلو بنسټونو پورې د اړوندو پروګرامونو د وروستي کولو په اړه معلومات ورکړل او د طرحه شويو نظريو او پېشنهادونو په اړوند يې خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې غونډه کې ټینګار وکړ: ټولې اړوندې ادارې مکلفې دي چې د نوروز جشن لپاره د ملي کمېسیون غونډې جدي ونیسي او په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه: موږ د ۱۴۰۰ پېړۍ په درشل کې یوو او د نوې پېړۍ د نوروز جشن پیل د ستر ملي جشن او د افغانستان د ټولو خلکو د جشن په توګه نمانځو او درناوي يې کوو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته