امنیت

يوقومي مشر د وسله والوکسانو له خوا ووژل شو

کابل باختر دکب شپږمه :
يوقومي مشر پرون په پکتيکا ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو .
دپکتيکا ولايت د ولايتي شورا غړي عبدالغني باخترآژانس ته وويل: ددغه قومي مشرنوم حاجي شينګل و او له دولت سره يې همکاري نه لرله.
تېره شپه د پکتيکا ولايت د وازه خوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
تراوسه پورې د ده د وژل کيدو علت معلوم نه دى او د قضيې عاملين له پيښې وروسته په تيښتې بريالي شوي.
په دې باب څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته