ورزش

په هرات کې د فوټبال روزنيز سيمينار پاى ته ورسيد

کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
د فوټبال هغه روزنيز سيمينار چې د (ريشه) ترعنوان لاندې په هرات ولايت کې پيل شوى و، نن پاى ته ورسيد.
د هرات د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل: ددغه سيمينار د جوړولو هدف چې څلور ورځې يې دوام وکړ؛ له اته کلنې څخه تر دولس کلنې پورې د ماشومانو دفوټبال د ښوونکو ښه پيژندنه بلل شوى دى.
دهرات د فوټبال فدراسيون د مسوول سيدکريم رحماني دڅرګندونو له مخې: دغه سيمينار چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا د آلمان دفوټبال فدراسيون په همکاري جوړ شوى و؛ د هرات او د فراه له ولايتونو څخه د فوټبال څلور پنځوسو تنو ښوونکو پکې ګډون کړى و چې د سيمينار په پاى کې يې تصديق ليکونه ترلاسه کړل .
ديوبل خبرله مخې: له اته کلنې څخه تر دولس کلنې پورې د فوټبال ورزشي جشنواره نن په هرات کې جوړه شوه.
دهرات ولايت د فوټبال فدراسيون مسوول سيد کريم رحماني باختر آژانس ته وويل: په دې جشنواره کې دنجونو او هلکانو په ګډون دوه سوه اتيا تنو ورزشکارانو ګډون کړى دى چې د فوټبال په نندارو برسيره نور تفريحي پروګرامونه هم اجراکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته