سیاست

افغانستان او فليپين خپلې اړيکې پراخوي

کابل باختر دثور دمياشتې ٢ :
د بهرنيو چارو وزير نن د افغانستان لپاره د فليپين له نا استوګن سفير سره چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ته دخپل باور ليک د وړاندې کولو په مقصدکابل ته ر اغلى دى؛ وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په باب يې خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د فليپين نا استوګن سفيرله افغانستان سره د ښو اړيکو لرل د فليپين لپاره ګټور وبلل او هيله يې وکړه چې د افغانستان او فليپين ترمنځ اړيکې په راتلوونکې کې زياته پراختيا ومومي .
ده د افغانستان د ملي پوليسو د روزنې په ګډون په بېلابېلو برخوکې د خپل هېواد د همکاريو د تيارى د څرګندولو په ترڅ کې په بېلابېلوکچو د اړيکو د پراختيا، سفرونو او د دواړو هېوادونو د مقاماتو د خبرو د پراختيا غوښتنه وکړه او د بهرنيو چارو د وزارتونو د معينانو په کچه يې د دواړو لورو د علاقې وړموضوعګانوپه باب د سلامشورو لپاره دګډوکميسيونونو د جوړولو او د مقاماتو دګډوغونډو د جوړولو وړانديز وکړچې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لازياتې پراختيا زمينه برابره شي.
ښاغلي سينارو د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په مقصد څه موده مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي سلامشورو د تفاهم ليک مسوده په اسلام آبادکې د افغانستان له سفيرسره په کتنه کې ده ته سپارلې ده چې د افغانستان د لوري له موافقې وروسته په دې لاره کې عملي ګامونه واخيستل شي .
وروسته دافغانستان دبهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني د فليپيني لوري وړانديزمهم او ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لرغونو اړيکو او د امنيت، کرنې او ګرځندوى په برخه کې د فليپين تجربې ته په پاملرنې سره به له افغانستان سره ددغه هېواد همکارۍ ګټورې او ارزښتناکې وي او موږ د دواړوهېوادونو ترمنځ دهمکارۍ دزمينو دڅيړنې لپاره دګډوکميسيونونو دجوړولوپه ګډون هراقدام ګټور بولو اوهرکلى يې کوو.
په دې کتنه کې دسياسي ، تجارتي  اوسياحتي اړيکو دپراختيا دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې او دفليپن نا استوګن سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ دسياسي او دخدمت د پاسپورټونو لپاره د ويزې د لرې کولو په ګډون د دواړو هېوادونو اتباعو ته  د ويزې په ورکولوکې د آسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هيله وکړه چې طرحه شوې موضوعګانې د دواړو لورو په هر اړخيزو سلامشورو سره تعقيب شي اوپه دغو برخوکې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ژورتيا او پراختيا زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته