امنیت

د طالبانو دوه هاموې ټانکونه په فراه کې ويجاړ شول

نيمروز/ دتلې ١٤مه / باختر
د فراه ښار ته څېرمه پرون د طالبانو پر سنګرونو د ناټو په هوایي بریدونوکې د طالبانو دوه هاموې ټانکونه له منځه لاړل.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس خبریال ته وویل: په دغو ټانکونوکې چاودیدونکو توکو ځاى پرځاى شوي وو او وسله والو طالبانو غوښتل په ورانکاروعملياتوکې ترې استفاده وکړي چې په بریدکې له څو جنګي وسایلو سره له منځه لاړل.
هغه وویل چې طالبانو دغه ټانکونه څه موده وړاندې له پوځیانو څځه ترلاسه کړي وو.
د یو بل خبر له مخې:
د الکولي مشروباتو یو پلورنکى پرون په فراه ښارکې ونیول شو.
د فراه د امنیې قواندانۍ ویاند وویل چې دغه سړی له یوې اندازې الکولي مشروباتو سره د فراه ښار په درېیمه حوزه کې نیول شوى دى.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته