ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٧
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د اسلامي همکارۍ سازمان په ٢٠١٥ م کال کې د غاښونو د جراحۍ، فارمسۍ، انجنيرۍ، کمپيوټرساينس، ژورناليزم، سوداګرۍ او د روغتيايي علومو په څانګو کې د ښوونځيو د دولسمو ټولګيو فارغانو ته د پاکستان د لاهور پوهنتون د ١٥ تحصيلي بورسونو د ورکولو خبر ورکړى دى.
د منلو شرايط:
• نوماندان بايد د دولسمو ټولګيو فارغان وي.
• د دغو بورسونو لپاره د غوښتن ليک بشپړول بايد د www.uol.edu.pk  ويب سايټ له لارې د آنلاين په ډول ترسره شي.
• د اعاشې او اباتې لګښتونه د محصل په غاړه وي.
• د ښوونځي د فراغت د سند او د درې کلنو نمرو په ګډون د اړتيا وړ سندونو او د تابعيت د تذکرې لرل ضروري دي.
• دغه راز درسي فيس، د نوم ليکنې او د آزموينې فيس وړيا دى.
له دې امله په شرايطو برابر مينه وال په هغه صورت کې چې د دغو شرايطو په پام کې نيولو سره د زده کړې غوښتنه ولري؛ کولاى شي د نوم ليکنې په خاطر د روان کال د چنګاښ د مياشتې تر ١٥ نيټې پورې دغه ويب سايټ ته مراجعه وکړي او د فورمې له ډکولو وروسته دې کاپي يې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاري.
په هغه صورت کې چې د داوطلبانو شمېر له اختصاص کړى شويو بورسونو څخه زيات شي؛ نوماندان د ثانوي دورې د درې کلنو لوړو نمرو له مخې انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته