امنیت

يوه ايراني ښځه چې په خپل هيواد کې يې په وژنې لاس پورې کړى و او افغانستان ته تښتيدلې وه ونيول شوه او دايران لورې ته وسپارل شوه .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
يوه ايراني تبعه چې په خپل هيواد کې  په وژنې لاس پورې کړى و او افغانستان ته تښتيدلې وه دکورنيو چارو وزارت دنړيوالو پوليسو درياست دموظفينو له خوا ونيول شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت دانترپول دپوليسو رييس مل پاسوال سيد افندي  وايي :ثريا قيامي دهغو اطلاعاتو له مخې چې دايران دانترپول دپوليسو له خوا دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دانترپول رياست ته  رسيدلى وو په هرات ولايت کې  ددغې ادارې دعملياتي  موظفينو له خوا وپيژندل شوه او ونيول شوه  او متبوع هيواد ته يې ددې دسپارلو په باب دافغانستان د عدلي او قضايي مراجعو دموافقې وروسته او دانترپول  سازمان دغړو هيوادونو دمتقابلو همکاريو او ددواړو هيوادونو ترمنځ دمجرمينو داسترداد دموافقه ليک په پام کې نيولو سره دکورنيو چارو وزارت دانترپول  رياست دموظفينوله خوا دسرحدي پوليسو او داسلام قلعه دپولې له کميسارۍ  سره په همغږۍ کې دايران داسلامي جمهوريت سرحدي مسوولينو ته وسپارل شوه .
  داپه داسې حال کې ده چې تراوسه پورې دافغانستان نهه تنه اتباع چې دوژنې دجرم له ترسره کولو وروسته له افغانستان څخه ايران ته تښتيدلي و د ايران دانترپول  دپوليسو له خوا نيول شوي او دافغانستان لوري ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته