امنیت

د وسله والوطالبانو دجنګي وسايلو دڅو ډيپوګانوکشف

کابل باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
افغان پوځيان په  هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو  ديوې ډيپو په کشفولوبريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې لښکرګاه ښار ته څيرمه دوسله والو طالبانو له پټنځيو څخه ترلاسه شوي دي.
په هلمندکې يو امنيتي مقام وايي  چې له دغو ډيپوګانو څخه يوشمير سپک  او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
په خبر کې ويل  شوي دي  چې پوځيانو په هلمند کې دوسله والو  طالبانو ديولړ چاودنو  طرحه  ناکامه کړې ده.
امنيتي ماموران نن سهار دلښکرګاه ښار او شاوخواسيموکې شپږ ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي و ،کشف اوشنډکړل.
درارسيدلو خبرونوله  مخې ؛ دغه ماينونه  د وسله والو طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لاروکې ځاى  پرځاى کړاي شوي وو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته