سیاست

د جمهوري رياست ارګ د امريکا او طالبانو د موافقه ليک طرحه څېړي

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس وياند وايي چې د امريکا او طالبانو د موافقه ليک د طرحې  جزئيات د افغانستان دولت په واک کې ورکړ شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان د جمهوررييس وياند صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد تېره شپه له دوحې څخه کابل ته راغلى دى او هغه دوه ځلې له جمهوررييس سره وکتل او د امريکا او طالبانو د موافقه ليک طرحه يې د افغانستان دولت په واک کې ورکړې ده.
هغه وويل: د افغانستان دولت به د ملي ګټو او د افغانستان د خلکو د غوښتنې په پام کې نيولو سره د دغه موافقه ليک د طرحې جزئيات تدقيق او بررسي کړي او د موافقه ليک د مادو له بررسۍ او تدقيق وروسته به خپل نظر د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره شريک کړي.
صديقي وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس له خليلزاد څخه غوښتي دي چې د ياد موافقه ليک طرحه له نورو افغان سياستوالو سره هم شريکه کړي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان دولت به څه وخت خپل نظر له امريکايي لوري سره شريک کړي؟ وويل: د يوې يا څو ورځو مشخص کول مناسب  کار نه دى، د افغانستان دولت به په يو لنډ او مناسب فرصت کې خپل نظر بيان کړي.
صديقي وويل چې د افغانستان دولت د دې طرحې د بررسۍ لپاره يو مشورتي بهير پيل  کړى دى چې د ټولو نظر او مشوره له ځان سره ولري.
هغه يادونه وکړه: زموږ باور دا دى؛ د امريکا هڅې به هغه وخت پايله ولري چې  طالبان د افغانستان له دولت سره په مستقيمو خبروکې ورګډ شي، اوربند ټينګ شي او طالبان له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.
صديقي د طالبانو په پته وويل: زياتې انديښنې شته، د دولت د سولې تګلورى څرګند دى او طالبان له دې پرته بل فرصت هم نلري.
د جمهوررييس وياند په دې خبري ناسته کې وويل: د سولې خبرو لپاره د حکومت د مرکچي پلاوي فهرست چمتو شوى دى او د هغه د ترکيب په  باب د نظر اختلاف شتون نلري او موږ له طالبانو سره خبرو ته چمتو يوو.
هغه د جمهوري رياست انتخابات او د سولې خبرو بهير دوه جلا پروګرامونه وبلل او ويې ويل چې د انتخاباتو د ځنډولو په باب هېڅ خبرې نه دي شوې. د سولې بهير يو جلا بهير دى او انتخابات خپله مشخصه نېټه او وخت لري، د انتخاباتو د ځنډولو خبر يو ناسم خبر دى او انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کې ترسره شي.
صديقي ټينګار وکړ: نړيوالې ټولنې او د افغانستان خلکو د جمهوري نظام د ساتنې لپاره درنده بيه ورکړې ده او دغه ارزښتونه به وساتل شي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته