ټولنه

تبصره

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه : زياتره مسلمان خلک اختر پاک فطرت ته دانسان ستيندل او دنفرت او د نفساني خواهشاتو له لړې څخه زغورنه بولي له دې امله لازمه ده چې نفرت يوې خواته پريږدو او په نفساني خواهشاتو برياليتوب ترلاسه کړو . دباختراژانس مفسر ليکي: دروژې مبارکه مياشت دلوى خداى ( ج ) دربار ته دعبادت او طاعاتو او درياضت مياشت ده له همدې امله يې ويلي دي چې اختر او روژه انسان پاک فطرت ته ستنوي او هغه دنفرت او دنفساني خواهشاتو له لړې څخه ژغوري له همدې امله داسلام دمقدس دين پيروانو ته لازمه ده چې پاک فطرت ته په ستنيدو سره په اوتوبوتو دبطلان کرښه وکاږي او دنفرت لړله له منځه يوسي او دهمغږى او ديوبل منلو په لټه کې شي چې دافغانستان ملت داوږدو جګړو له کړاو څخه خلاصون ومومي او په هغه هېواد کې چې تل په ماتم کې دى دمحبت، پخلاينې او ديوبل منلو دسترخوان وغوړوي ، دافغانستان مشرتابه په هېواد کې داوسني بحران او دجګړې دپيچلتيا په پام کې نيولو سره دروژې دمبارکې مياشتې له اووه ويشتمې ورځې څخه له طالبانو سره يو اړخيز اوربند نافذ کړ ترڅو په هېواد کې دشهادتونو او ماتمونو دلړى دپاى ته رسولو په خاطر لومړى ګام واخلي ، له هغه وروسته طالبانو هم دنيکمرغه کوچني اختر له لومړي ورځې څخه درې ورځنې اوربند اعلام کړ . دافغانستان دجګړې له پيچلتيا سره سره زياتره په دې باور دي چې اوربند به په پاى کې دايمي بڼه غوره کړي . ځکه ښکيل لوري دخلکو له پتې څخه يوبل ملامتوي اوخلک په غوڅ اکريت سره سوله غواړي له همدې امله يې دخلکو دغوښتنې هرکلى وکړ او دروژې دمبارکې مياشتې او دنيکمرغه کوچني اختر دفضيلتونو په برکت يې دسولې دتامينولو په لاره کې ګام واخست او له هر راز نفساني خواهشاتو څخه په خلاصه فضا کې په دې لاره کې پرمخ لاړل . خلکو تل طرحه کړې ده که چيرې اساسي عامل يې نه طرحه کېږي که چيرې افغانان دټوپک دمنطق پرځاى دسولې او خبرو منطق ته مخه وکړي او په هېواد کې دايمي سوله تامين کړي نوربه په هېواد کې دنړيوالو ځواکونو دشتون لپاره کومه اړتيا نه وي او دغه موضوع هغه وخت شوني کېږي چې دشخصي ګروهي ، ګوندي ،ژبنيو او قومي ګټوپرځاى دخلکو دګټو درناوي وشي او دذهنونه دپرديو له اسارت څخه پاک شي . ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته