کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دافغان دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو دعملياتو په بهير کې د دولت ٧٩ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :- په دغو عملياتو کې چې دخلکو دسر او مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، پروان،غزني ،پکتيا، پکتيکا، خوست، قندهار،روزګان،فراه،بادغيس،تخار،بغلان،کندز،سرپل ،جوزجان،بلخ او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول ٧٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٥ تنه نور ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ