امنیت

دفارياب دغير مسوولو وسله والو کسانو او دولايتي شورا ديو غړي ترمنځ نښته .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دفارياب دولايتي  شورا داستازي او وګړني پاڅون دځواکونو ديو قوماندان ترمنځ په نښته کې څلور تنه ووژل شول .
دفارياب ولايت امنيه قوماندان سيد اقا اندرابي باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه جګړه پرون دفارياب ولايت په بلچراغ  ولسوالۍ کې ونښته چې دولايتي شورا استازي سميع دوګړني پاڅون دځواکونو له يو قوماندان سره جګړه وکړه .
اندرابي زياته کړه :په دې نښته کې له دواړو لوروڅخه  څلور تنه وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
ويل کيږي دوګړني  پاڅون قوماندان غفور سل تنه وسله وال  لري او دولايتي شورا غړى هم وسله وال کسان لري .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په فارياب او بلخ ولايتونو کې سيمه ئيزو مقاماتو اعلام وکړ چې په ملي غورځنګ  او جمعيت اسلامي پورې اړوندو دوو سيمه ئيزو قوماندانانو ترمنځ نښته کې لس تنه ووژل شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته