سیاست

جمهورريیس غني د شهید بریدمل محمدنور کورنۍ او د وردګو قوم له مشرانو سره غمشریکي وکړه

کابل/ باختر/ د وږي ٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د بریدمل شهید محمدنور چې د وږي په ۱۸ نا مسوولو وسله والو په کابل کې شهید کړ، د کورنۍ غړو او د وردګوله قومي مشرانو او متنفذینوسره د نوموړي په شهادت غمشریکي وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورک:
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ، قومي مشر انجنیر سیدرحیم ستار او عبدالمالک هاشمي د جمهورريیس له غمشریکي څخه په مننې وویل: د کابل ګارنیزون بریدمل محمد نور، نا مسوولو وسله والو په ډېره بې رحمۍ د خپلې مقدسې دندې د ترسره کولو پرمهال شهید کړ.
یادو ویناوالو وړاندیز وکړ چې د شهید محمدنور د قاتلینو د مجازات ترڅنګ دې د هغه د شهادت ځای (ترافیک څلورلارې) د ده په نوم ونومول شي.
د هغه زوی ته دې چې په ګارنیزون کې دنده لري، رتبه ورکړ شي. د شهید د کورنۍ غړو ته دې د استوګنې اپارتمان د ورکولو ترڅنګ د هغه مور او پلار بیت الله شریف ته د عمرې او یا حج فریضې د ادا کولو لپاره واستول شي.
دوی همدارنګه په اوسنۍ بڼه د شهید اوونۍ د نمانځنې په اړه چې هر کال د تاوتریخوالي او تلفاتو لامل کېږي د بدلون، د شپنیو عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي، د میدان وردګو ولایت د ولسوالیو امنیت ته د پاملرنې او همدارنګه د پنځمې ناحیې د امنیت د ښه تامین په موخه په دوه امنیتي حوزو د خوشحال خان مېنې د وېش او د غازي محمدجان خان د شخصیت او کارنامو په اړه د سيمینار جوړولو وړاندیزونه هم له جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهور ريیس غني د شهید بریدمل محمدنور کورنۍ او د وردګو له مشرانو او متنفذینو سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي او د وسله وال پوځ د هر سرتېري شهادت خپل غم وباله او د هېواد د دفاع او خدمت په لاره کې یې د وردګو قوم د مشرانو کوښښونه او سرښندنې وستایلې.
جمهورريیس شهید بریدمل محمدنور وطنپال شخصیت، د ملي اردو شهید او ټولو ویاړ وباله. د هغه د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د نوموړي دکورنۍ غړو او د وردګومشرانو ته تسلیت ووایه او د خدای تعالی (ج) په دربار کې یې ورته جمیل صبر وغوښت.
هغه زیاته کړه: د شهید بریدمل محمدنور د شهادت عاملینو د مجازات ترڅنګ به ټول د شهید کورنۍ ته د ننواتې په توګه ورځي.
جمهورريیس غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیو او سرښندنو ته په اشارې وویل: هېڅ دولتي مقام ته به پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیوکې اجازه ورنه کړي او ټول باید د هغوی د سرښندنو قدرداني وکړي.
محمداشرف غني وویل: په وار وار مو د شهید اوونۍ د نمانځنې پرمهال د خلکو امنیت او خوندیتوب ته د پاملرنې لارښوونه وکړه، خو لا هم هر کال په دغه ورځ تاوتریخوالی رامنځته کېږي او کابل ښاریان ځورول کېږي.
هغه په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته لارښوونه وکړه چې دا موضوع ولسي جرګې ته د بحث لپاره وړاندې او په دې برخه کې د راتلونکي لپاره واضح ترتیبات ونیول شي.
د هيواد جمهور ريیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ترافیک څلور لاره دې د شهید بریدمل محمدنور په نامه ونومول شي.
نوموړي شهید ته به د جګړنۍ رتبه، زوی ته یې چې د کابل ګارنیزون کې دنده لري یوه رتبه او همدارنګه به یې کورنۍ او اولادونو ته د استوګنې کور ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: له خپلو شخصي پیسو څخه به د حج فریضې د ادا کولو په موخه د شهید بریدمل محمدنور مور او پلار ته ٤٠٠ زره افغانۍ ورکړي.
جمهورريیس غني د میدان وردګو والي ته د یاد ولایت د ولسوالیو امنیت ته د اساسي پاملرنې او اقداماتو د لارښوونې ترڅنګ وویل: کابل پنځمه ناحیه به د امنیت د لا ښه تامین په موخه په دوه امنیتي حوزو ووېشل شي.
هغه زیاته کړه: د ملکي تلفاتو دمخنیوي په موخه شپنیو عملیاتوکې اساسي بدلون راځي.
جمهورريیس ډاکټر غلام فاروق وردګ ته د غازي محمدجان خان وردګ د شخصیت او کارنامو د نمانځنې په موخه د سيمینار جوړولو او د هغه د نېټې د ټاکلو او اړوندو چارو د ترسره کولو لارښوونه وکړه.#
پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته