سیاست

سياسي کارپوهان : د حامدکرزي خبرې دملت دچيغو او دردونو انعکاس دى .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  دسياسي مسئلو يو شمير کارپوهان په دې باور  دي هغه څه چې  حامدکرزي ددرې ګونو قواو په غونډه کې بيان کړل بايد په جديت سره عملي شي اوپه هيواد کې به يو شمير نيمګړتياوي  او ناخوالي  پاى ته ورسيږي .

  دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  ددرې ګونو قواو  په غونډه کې وويل له دې وروسته به نور مصلحت پالنه ونه کړي  .

 جمهور رييس  په دې غونډه کې چې دپنجشنبې  په ورځ داستازو د مجلس په تالار کې جوړه شوې وه دهيواد له يو شمير کورنيو مسئلو  سره اړيکې ونيولې او له برخه والو څخه يې وغوښتل چې له  ده سره  همکاري وکړي چې ددولت په مرکزونوکې  له خپلوي ، ډل بندي او قوم پالنې سره  په مبارزه کې بريالي شي .

 دغه راز حامدکرزي ويلي دي  په دې وروستيو وختو کې د هيواد په يو شمير ولايتونو او مرکز کې  دزور زياتي نښې نښانې  ترسترګو کيږي او ددغه شان ستونزو دپاى ته رسولو په مقصد يې  اړوندو چارواکو ته  لارښوونه وکړه .

  په همدې حال کې دسياسي مسئلو  ځينوکارپوهانو  په دې ترڅ کې  چې دحامدکرزي  دخبرو هرکلي کړي دي وايي ددغو ويناو  تطبيق کوونکي  په خپله جمهور رييس دى .

   دولسي جرګې  غړي او دسياسي مسئلوکارپوه  شکريې بارکزي دباختر اژانس خبريال ته وويل : ددرې ګونو قواو په غونډه کې دجمهور رييس کرزي  څرګندونې ډيرې  ښې وې  که چيرې  دغه خبرې عملي شي په هيواد کې به دمافيايي  مصلحتي  زبرځواکواو فساد سيستم  پاى ته ورسيږي.

 دې زياته کړه: که چيرې جمهور رييس ،دهغه  مرستيالان او وزيران دهغو کسانوچې زورزياتي  قوم پالنې ، سمت پالنې  ولايت پالنې او فساد عاملين  دي ملاتړ ونه کړي  ټولنه په خپله دښه والي په لور ځي .

 دې دعواملو  دپاى ته رسولو او رسيدو لپاره دجمهوررييس  دغوښتنو په باب  وويل ددغو خبرو عملي کوونکي په خپله جمهور رييس دى او ددرې ګونو قواو درئيس په توګه تصميم نيونکي دى

 دسياسي چارو کارپوه  يونس فکور وايي ددرې ګونو قواو په غونډه کې  د  حامدکرزي  خبرو دنظام ښه حقيقتونه   په ډاګه کړل ده ومنله چې  په نظام کې فساد ،زبرځواکي ، قوم پالنه ،  سمت پالنه خپلوي او نورعوامل شته .

 دښاغلي فکور  دڅرګندونو له مخې، دجمهور رييس خبرې دملت دچيغو  سورو  زيږنده   ده چې له نظام  څخه شکايت لري .

 دپارلمان غړي  نادر خان کټوازي  وايي چې له موقتي اداري وروسته تراوسه پورې هره ناکامي چې په هيواد کې رامنځته شوې ده اساسي عامل يې ټوپک سالاري اومخ په زياتيدونکي  فساد دى او له هغو سره مبارزه ډيره سخته ده ځکه نظام دهغه ملاتړ کوي  خو دحامدکرزي خبرې څرګندوى   چې دغه پديده به نور ځان

وانه خلي او دزور خبرو او اړتيا غوښتنه  به پاى ته ورسيږي

 په همدې حال کې يو شمير ښاريانو ددرې ګونو  قواوو په غونډه کې  دجمهور رييس خبرې دروښانه راتلونکي په لور يو ګام بولى دوى وايي دالومړي ځل دى چې  جمهور رييس دهغو عواملو يادونه کوي چې  خلک ورڅخه ناخوښي دي

  ددوى د څرګندونو له مخې  که چيرې دجمهور رييس   خبرې عملي شي ډيرې ناخوالي به په هيواد کې پاى ته ورسيږي دوى ټينګار کوي چې کرزي  بايد تصفيه له  خپلو شاوخوا کسانو څخه پيل کړي  واي چې عام وګړي  تل د فساد ،زبرځواکي ، قوم پالنې او نورو عواملو قرباني شوي دي چې عاملين يې دنظام له خوا ملاتړ کيږي .

 هغه څه چې  په خپله جمهور رييس  بيانوي  او هغه څه چې  خلک او کارپوهان څرګندوي دخلکو له ژوند څخه پورته شوى دى دپيښو تګلوري به وښيي  چې افغانستان په کوم  تګلوري حرکت کوي  ښه والي او يا بيا هم ؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته