امنیت

دننګرهار ولايت په کوز کونړ کې ديوه روغتيايي مرکز دبنسټ ډبره کيښودل شوه .

-کابل باختر دوږي  شپاړلسمه :
دننګرهار ولايت دکوز کونړ په ولسوالۍ کې ديوه روغتيايي مرکز دجوړولو کار  پيل شو .
دغه مرکز دعامې روغتيا وزارت په مالي مرسته دننګرهار ولايت دکوز کونړ په ولسوالۍ کې په هغه ځاى کې چې ويل کيږي  خلک  يې دروغتيايي  خدمتونو وړاندې کولو ته سخته اړتيا لري جوړيږي .
  دغه روغتيايي مرکز به لس بسترې ولري  او ددې تر څنګ به دداخلې ، ماشومانو او جراحۍ په برخو کې ناروغان  معاينه او تداوي کيږي .
  دننګرهار ولايت دعامې روغتيارييس  ډاکتر نجيب الله  کامه وال  باختراژانس ته وويل چې دغه مرکز به په پرمختللو طبي وسايلو او تجهيزاتو سمبال شي .
ده وويل  چې ددغه  مرکز  له جوړولو اوسمبالولو وروسته به  ډاکتران او نور روغتيايي کارکوونکي ورته موظف شي چې دکورنيو روغتيايي اړتياوې لرې کړي .
دترلاسه شويو شميرنو له مخې، همدا اوس دننګرهار ولايت دکوز کونړ  ولسوالۍ کې پنځه دولتي روغتيايي مرکزونه شته خو دغه مرکزونه لکه څنګه  چې  لازمه ده ناروغانو ته  ځواب نه شي ويلى .  
دننګرهار ولايت دغه روغتيايي  مقام هيله لري چې ددغه روغتيايي مرکز په جوړيدو سره په کوز  کونړ کې دپنځو زرو کورنيو روغتيايي  ستونزې لرې شي.
  دننګرهار والي ګلاب منګل ددغه روغتيايي مرکز دبنسټ دډبرې  ايښودلو په وخت کې   له پيمان کارشرکت  څخه  وغوښتل چې دهغه په جوړولو کې دې  کيفيت  په پام کې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته