خبرونهورزش

ندیم اميري د اروپا فوټبال د سترو کلپونو پاملرنه جلب کړې ده

 کابل/ د مرغومی ۲مه /باختر

د المان د بایرلورکوزن کلپ افغاني الاصله فوټبالر نديم اميري  د اروپا د دسترو کلپونو پاملرنه ځانته جلب کړې ده.

د اسپانيا د اتلاتيکو مادريد او د انګلستان د مانچستر سيتي او تاتنهام  کلپونو د دغه افغان لوبغاړي په لټه کې دي.

درې فصله کيږي چې نديم په باير لورکوزن ټيم کې لوبه کوي .

هغه درې فصله  مخکې د المان غوره ليګ د يو بل کلپ  افن هايم له کلپ څخه د ٣٤ مليونو يورو په تړون سره د لورکوزن له ټيم سره يوځاى شو.

د آلمان د بيلد ورځپاڼې د خبرله مخې؛ اتلاتيکومادريد، مانچستر سيتي او تاتنهام ټيمونه  د دغه افغاني الاصله ستوري کارونه ترزره بين لاندې لري او د هغه د ليږدونې شرايط تعقيبوي.

اميري زيات کلونه  د المان د ځوانانو د ملي ټيم غړى و او څو ځلي هم د واخيم لو له خوا د دغه هېواد ملي ټيم  ته بلل شوی و.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته