قندهار باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
په قندهار ولايت کې نن د آيودين لرونکي مالګې فابريکه پرانستل شوه .
دغه فابريکه ديو افغان سوداګر له خوا دڅلورو زرو امريکايي ډالرو په لګښت
جوړه شوې ده .
د آيودين لرونکي فابريکې رييس دباخترآژانس خبريال ته وويل : ددغې فابريکې دفعاليدو په پيل کې ديرشو تنو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
مقاماتو وويل : په دغه ولايت کې په اوس وخت کې اته ويشت کوچنى فابريکې شته .
افغان سوداګر وايي د دوى مهمه ستونزه د بريښنا نشتوالى دى چې دولت بايد په دې برخه کې ورته لازمه توجه وکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ