فرهنګ

جمهورريیس د فرهنګي عالي شورا د جوړولو فرمان صادر کړ

کابل/ باختر/ د زمري ١٦ مه
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د فرهنګي عالي شورا د جوړولو فرمان صادر کړ.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه فرمان کې راغلي: د فرهنګي حوزې اړوند بنسټونو د همغږۍ، د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ملاتړ په برخه کې د منابعو د موثرې سازماندهۍ، لرغونو اثارو ته د ځانګړې پاملرنې، له لیکوالو، هنرمندانو او د چاپي صنعت له ناشرانو څخه د ملاتړ، د توریستي جاذبو د معرفي او د ګرځندوی صنعت د ملاتړ، د ولسي فرهنګ د پیاوړتیا نشرول او په دې برخه کې د ننګونو د بشري او معنوي ظرفیتونو او فرصتونو د ارزولو او د پانګونې او فرهنګي ظرفیتونو د څارنې په خاطر د فرهنګي عالي شورا جوړول، منظور دي. 
د دغه فرمان پر بنسټ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس د دې شورا ريیس دی او د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، کانونو او پټرولیم، ښارجوړولو او ځمکو وزیران، ستر امنیتي معین، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي ريیس، د چارو ادارې عمومي ريیس، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې، علومو اکاډمۍ، ملي راډیو ټلوېزیون او کابل پوهنتون ريیسان، د ملي شورا د فرهنګي کمېسیونونو ريیسان، کابل ښاروال، د نواورۍ په چاروکې د جمهورريیس سلاکار، د جمهورريیس فرهنګي سلاکاران، د لیکوالو اتحادیې استازي، ناشران، هنرمندان، د خبریالانو صنفي اتحادیې او د افغان فلم، ملي آرشیف او ملي موزیم ريیسان یې غړي دي.
په یاد فرمان کې راغلي دي: د فرهنګي عالي شورا سکرتریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري ریاست دفتر عمومي ریاست په همکارۍ مخته وړي او سکرتریت موظف دی چې د دې شورا طرزالعمل ترتیب او فرهنګي عالي شورا ته یې د تائید لپاره وړاندې کړي، د دې شورا غونډې په میاشت کې یو ځل جوړېږي.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته