امنیت

دطالبانو د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې کشف شوې

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦ :
په قندهار او روزګان ولايتونو کې دوسله والو  طالبانو د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې کشف شوې .
دغه ډيپوګانې   دوسله والو طالبانو په پټنځايونو کې  ساتل کيدې.
دافغانستان په  جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې له
دغو ډپيوګانو څخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
ده وويل : دغه ډيپوګانې دپوځيانو دځانګړو عملياتوپه بهيرکې دقندهار ولايت  له ميوند ولسوالۍ  او د روزګان ولايت له  چارچينو ولسوالۍ څخه کشف شوې دي.
ويل کيږي وسله وال  طالبان دپوځيانو دبريد په وخت کې تښتيدلي وو،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته