امنیت

دملي اردو ځواکونه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دچاڼيزو عملياتو په ترسره کولو بوخت دي

کابل باختردلړم دمياشتې ١١ :
دملي دفاع وزارت وياند وايي  چې دملي اردو ځواکونه  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دچاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره  هلې ځلې کوي  چې په ناامنو سيمو کې دامنيتي  ګواښونو  کچه ټيټه کړي.
دملي دفاع وزارت وياند  جنرال محمدظاهر عظيمي نن دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه عمليات   په هېواد کې دښه امنيت دتامينولو په مقصد دپکتيا ولايت دشواک اوګردي څيړۍ  دولسواليو ، دکندز ولايت دګورتيپې ،   دخوست  ولايت  دصبريو ، دقندهار ولايت دغورک ، دزابل ولايت  دميزان او شينکي ، دارزګان ولايت ددهراود ، دهلمند ولايت دسنګين  او واشير او دبدخشان ولايت  د وردوج دولسواليوپه مربوطاتواوداووم لمبرلويې لارې په اوږدو کې   دوريښمو په تنګي کې   دملي اردو دځواکونوله خوا  ترسره شوي دي .
دغه عمليات دپرمختيا په حال کې دى  اوپه هغو کې  شامل ځواکونه  مطلوبو نتيجو ته رسيدلي دي.
دملي دفاع وزارت  مقامات ټينګار کوي چې  ددغو عملياتو په ترسره کولو سره به ددغو سيمو دامنيتي  ګواښونو کچه ټيټه شي .
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره  کيږي  چې  په دې وروستيو وختو کې په دغو سيمو په تيره بيا  دبدخشان په وردوج او دکندز  اوقندهار دولايتونو په ځينو سيمو کې  دناامنيو درامنځته کيدو رپوټونه رارسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته